x
راهوالی/ ګوجرانواله۔28دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي معيشت او سياسي ثبات لپاره مخ په وړاندې روان يؤ٬ د 9 مئي پېښې د هېرولو نه دي ٬ د 9 مئي په كېسونو كښې پرېكړه كښې تادي نه ده شوې٬ د 9 مئي پېښې منصوبه جوړونكو او ماسټر مائنډ په ضد هم بايد كېس مخ په وړاندے لاړ شي٬ په رياستي چارو او د نړيوالې كچې په اړيكو كښې سياست راوستل نه غواړؤ۔ د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده وو??يل سیاسی ثبات لپاره مذاكرات په ښه نيت روان دي٬ د مذاكراتو درېم دور به په 3 جنورۍ كيږي په كوم كښی به چې لا پېشرفت وشي۔ ده وو??يل زمونږ مقصد سياسي استحكام ترلاسه كول دي٬ معيشت مخ په وړاندې روان دے ٬ زمونږ مخالف د پي ټي آئي باني چيئرمېن هم وائي معيشت ښه پلو روان دے۔ ده وو??يل په ګرانۍ كښې كمې شوې دې ٬ د سود شرح كښې كمي سره د برآمدات او زرمبادله پنګې زياتې شوي دي٬ د روپۍ قدر مستحكم شوے دے۔ ده وو??يل تحریک انصاف په 26 م آئيني ترميم كښې خپل كردار ترسره كړو٬ مولانا فضل الرحمن سره هم مذاكرات شوي هغه دا معامله مخ په وړاندې روانه وساتله٬ د هغه په وېنا يو شمېر شقونه بهر كړې شول خو داسې هم نه شي كېدې چې د دې په بنياد د 9 پېښې ??ېر?? كړې شي يا د هغې سودا وكړې شي۔ ده وو??يل چې كومو 85 كسانو ته سزاګانې اورولې شوي دي د هغوي په ضد نه رد كېدونكي ثبوتونه موجود دي۔ وفاقی وزیر وو??يل ډي جي آئي اېس آر تېره ورځ پرېس بريفنګ كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ او د 9 مئي او 26 مئي پېښو په اړه تفصيلي خبرې وكړې او په غوره ډول يۍ په ټولو چارو رڼا واچوله۔ ده وو??يل د 9 مئي پېښو كښې په عسكري تنصيباتو بريد كولو كښې د ككړو ټرائل په ملټري كورټس كښې وشو۔ رائټ ټو فیئر ټرائل كښې د وكيل حق سره سره كورنۍ او ريكارډ ته لاس رسي هم وركړې شوه۔ ده وو??يل په ټرائل كښې د اپيل دوه حقونه هم وركړې شول ٬ يو په ملټري اتھارټيز كښې د اپيل او دويم په هائي كورټ كښې د رټ پټيشن دائر كولو۔ ده وو??يل كومو كسانو چې په عسكري تنصيباتو بريدونه نه دي كړې او په نورو پېښو كښې ككړ وو د هغوي مقدمې هم په اے ټي سي كښې روانې دي۔ ده وو??يل په پاكستان كښې هر ډول عدالتونه موجود دي۔ كه په دفاعي تنصيباتو بريد وكړې شي نو ټرائل به په ملټري كورټ كښې وي۔ ده وو??يل د 9 مئې كېسونو پرېكړه كښې تادي نه ده شوې٬ دوه كاله كښې ددې پرېكړه وشوه۔ ده وو??يل د 9 مئي ټول ملزمان به خپل انجام ته رسولې شي۔ وفاقي وزير وو??يل رياستي چارو او نړيوالو اړيكو څخه بايد سياست لرے وساتلے شي٬ د سفارتي اقدارو له مخې د رياستونو ترمينځه چارې په آفيشل لېول وي٬ د دغې له مخې چارې مخ په وړاندې ځي۔ ده وو??يل د تحريك انصاف بيانيه وه مونږ غلامان نه يؤ٬ بيا يۍ د امر بالمعروف بيانيه ??وړه كړه ٬ يوه خبره كول بيا وروستو كېدل د دوئي عادت دے۔ د وزیر آباد ضلعې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير وو??يل وزیر آباد ته د ضلعې حېثېت وركړے شوے دے ٬ دغلته دې ضلعي دفترونه جوړ كړې شي ٬ دې لپاره دې فنډز بېل كړې شي۔ دغسې ضلعې سره اړوند لوازمات دې بشپړ كړې شي۔