ملګري ملتونه 04 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په ملګرو ملتونو ك??ې د ه??د په سر??رستۍ كښې د روانې ترهګرۍ لاره نيولو لپاره د عزم پخلي كولو سر?? وئيلي دي چې د ترهګرۍ ښكار كېدو باوجود د ه??د په سر??رستۍ كښې كېدونكې ترهګرۍ ته د ماتي وركولو قوت٬ عزم او صلاحيت لرؤ، كومې لپاره چې د هند لخوا مرسته او مالي معاونت برابرولې شي۔ په ملګرو ملتونو ك??ې د پاكستان لنډمهاله مستقل نمائنده عثمان جدو?? تېره ورځ د عمومي اسمبلۍ نړيوالې ترهګرۍ خاتمې اقداماتو لپاره د قانوني (شپږمې) كمېټۍ كښې د بحث په مهال ووئيل مونږ په تېرو دوه لسيزو ك??ې د ترهګرۍ په ضد جنګ كړېدے خو د ترهګرۍ خطر نوې شكلونه بدلوي٬ ده په دې تناظر كښې د ترهګرۍ نوې قسمونه او د سائبر ټولز پشمول کرپټو کرنسيز او د آن لائن ترهګرۍ مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ مخنيوي ډهانچے جوړولو په ضرورت زور راوړو۔ ده ګرده نړۍ كښې د ترهګرۍ بشپړه خاتمې لپاره د نه حل شوې شخړو حل٬ د غېر ملكي قبضې خاتمې او په خاص توګه کشمير او فلسطين كښې د خپلواكۍ حق په ترلاسه كولو هم زور راوړو۔ ده خپله وېنا كښې په لبنان كښې د اسرائيل د روان جارحيت او په غزه كښې د اسرائيل لخوا د فلسطينيانو د نسل کشۍ په سختو ټكو غندنه كولو سر?? ووئيل چې اسرائيل د مېنځني ختيز په بشپړه منطقه كښې د پراخه جنګ هڅې كوي دې لپاره ھغه ځواب وركوٶنكې ګرځول ضروري دي۔ ده ووئيل په يو بشپړ كنونشن كښې د انتها پسندۍ او ترهګرۍ نوې او رامخې ته كېدونكي قسمونه شاملول پكار دي۔ ده په دې موقع د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ مخنيوي په ډهانچه او بنديزونو ك??ې د بدلون په ضرورت زور هم راوړو