اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي )وزيراعظم محمد شهباز شريف د آزادۍ ورځې د خوشحالۍ په موقع د ټول هېواد اولس او بهر هېوادو??و كښې مېشته پ??كس??انيانو له د زړه نه مباركي وركولو سره وئېلي دي زمونږ پرله پسې پام د پ??كس??ان اقتصادي پرمختګ او معاشي استحكام پلو دے٬ د پ??كس??ان پراخه قدرتي وسائلو څخه بشپړه ګټه پورته كولو او د زيات پېداواري استعداد وړ څانګو كښې سرمايه كارۍ راغب كولو لپاره اقدامات څخه به د روزګار موقعې د ٬صنعتكارۍ رفتار تند او هېواد كښې د معاشي خوشحالي راشي٬د افراط زر شرح 38 ف??صد كمېدو سره په جولائي كښې 11.1 فيصد ته راغلې٬د بجلۍ په بيعو كښې كمے راوستلو لپاره بشپړه هڅې كوو۔ د 78مې آزادۍ ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئېل د آزادۍ ورځې د خوشحالۍ په موقع د ټول هېواد اولس او بهر هېوادو??و كښې مېشته پ??كس??انيانو له د زړه نه مباركي وركوم٬به نن ورځ زما پشمول د ټول قام لخوا خپلو مشرانو او د تحريك پ??كس??ان بې شمېره نوم وركوو هيروز ته په بې شمېره قربانيو د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو چا چې په سوئېلي آسيا كښې د كروړونو مسلمانانو لپاره د يو آزاد هېواد چرته چې دوي د خپلو مشرانو او اقدارو ??ه مخې ژوند تېر كړي جوړولو لپاره ډېرې هلې ځلې كړي۔ده ووئيل پ??كس??ان د علامه محمد اقبال د عين تصور ترمخه په 14 اګست 1947 او د قائداعظم محمد علي جناح غېر متزلزل او ثابت قدمه مشرتابه او زمونږ د اسلافو ځانګړو قربانيو په نتيجه كښې د نړۍ په نقشه د يو خپلواكه هېواد په توګه رامخې ته شو۔ده ووئيل زه د پ??كس??ان په پرمختګ او خوشحالۍ كښې زمونږ بهر هېوادو??و كښې د مېشته پ??كس??انيانو د كليدي كردار هم ستائنه كوم۔هر څو چې دوي د خپلو كورونو نه په زرګونو ميله لرې دي خو دوي د دې هېواد برخه دي د كومو اهميت چې كله هم كمېدے نه شي۔ ده ووئېل زما پشمول ټول قام د دوي په محنت او كاميابو وياړ لري او مونږ دوي مونږ د پ??كس??ان رېښتنې سفيران منو ځكه چې دوي چرته هم يې په نړۍ كښې د پ??كس??ان مثبت تاثر جوړولو كښې كردار ترسره كوۍ۔ده ووئيل د آزادۍ ورځې په دې موقع د خپلو وسله والو پوځونو مننه كوم څوك چې زمونږ د سرحدونو او د خپلواكۍ ساتنه كوي٬د پ??كس??ان پوځ لازواله قربانۍ ?? فرض ترسره كولو لپاره مينه او د هېواد ساتنې لپاره د هر ډول قربانۍ جذبه د ډېر احترام او ستائنې وړ ده۔وزيراعظم ووئيل چې ك??ه مونږ د خپلې آزادۍ جشن لمانځو نو مونږ په غېر قانوني توګه د هند د تسلط لاندې د جمو و كشمير او د فلسطين ميړنو وروڼه خوئېندې هم يادوو څوك چې د 7 لسيزو نه د خپل حق خود اراديت لپاره جنګېږي او د بدترينه هندي رياستي ظلم سره مخ دي۔پ??كس??ان په غېر قانوني توګه د هند د تسلط لاندې جمو او كشمير اولس به تر هغه وخت اخلاقي سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي تر څو چې هغوي خپل حق خود اراديت ترلاسه نه كړي۔ ده ووئېل پ??كس??ان د صيهوني ظلم او جبر ښكار تش لاسي فلسطينيانو مرسته به هم د هغوي تر جائزو حقونو ترلاسه كولو روانه ساتي۔وزيراعظم ووئيل په لنډه موده كښې د پ??كس??ان د ترقۍ او خوشحالۍ لپاره زمونږ د هلو ځلو ګټورې نتيجې رامخې ته كېدل پیل شوي۔د لوي څښتن په كرم د هېواد معيشت استحكام پلو روان دے٬د افرط زر شرح د 38 ف??صد نه 11.1 فيصد ته راغلې او زر به دا سنګل ډيجټ ته راوستلې شي٬مونږ د بجلۍ بيعو كمولو له په زړه پورې هڅې كوو او قام به زر نتيجې اوويني۔ده ووئيل زه باور لرم چې په شپه او ورځ محنت كولو به مونږ د خپلو وګړو ترقۍ او خوشحالۍ لپاره په يووالي خپل سفر روان ساتو او پخپلو ټولو شريكو هلو ځلو به مونږ يو داسې پرمختګ كړے او خوشحال پ??كس??ان لپاره كار وكړو د كوم تصور چې د پ??كس??ان بانيانو زمونږ او زمونږ د نسلونو لپاره وړاندې كړے و