اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د پارليماني رپورټرز اېسوسي اېشن آف پاكستان(پي آر اے)ايګزېكټو باډۍ عهديدارو د پي آر اے صدر عثمان خان په مشرۍ كښې ملاقات كړے چې پكښې د پارليمان كوريج كوونكو خب??يالانو مسائلو پشمول د شريكې خوښې په چارو خب??ې اترې وشوې ۔سپيكر د پي آر اے د پارليمان كوريج كښې د كردار ستائېلو سره ووئېل پرېس ګيلري د پارليمان مهمه برخه ده ٬په پرېس ګيلرۍ كښې ناست خب??يالان د هاؤس كاروائي تر اولس رسولو كښې مهمه كردار ترسره كوي٬زما هڅه ده چې د پرېس ګيلرۍ رپورټرز ت?? پيشه وره ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كولو لپاره هر ممكن آسانۍ وركړی شي۔سپيكر د آئيني بدلون په معامله خب??ه كولو سره ووئيل هغوي د حكومت او اپوزېشن ترمينځه مصالحت كولو كښې كردار ادا كولو لپاره چمتو دي۔ده ووئيل د آئيني بدلون مسوده يو ابتدائي ډ??اف?? ؤ ۔ده ووئيل د آئيني عدالت جوړولو په معامله په چارټر آف ډيمو كريسي د مولانا فضل الرحمان پشمول د ټولو لاس ليك موجود دے۔ده د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن شپ په اړه خب??ه كولو كښې ووئېل پي اے سي د ټولو ګوندونو ده د كوم يو ګوند نه ده۔ده ووئيل د روايات له مخې د پي اے سي چيئرمېن شپ لپاره بيا بيا اپوزېشن ته د چيئرمېن شپ لپاره د نامو فائنل كولو وئېلي شوي٬د قامي اسمبلۍ غونډې رابللو يا ځنډولو اختيار د حكومت سره دے۔د هېواد معيشت په اړه خب??ه كولو سره سپيكر ووئيل افراط زر او د سود شرح كښې كمے راغلے٬برآمدات كښې د اضافې خب?? خوشبينه دے٬هيله ده چې اوسني حكومت كښې به د معيشت په اړه اولس ته نور ښه خب??ونه ترلاسه شي۔